د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه کې پر امریکایي سرتېرو شوی برید غندلی دی. د امریکایي چارواکو په وینا، دغه برید چې د سوریې د امنیتي ځواکونو د یوه غړي له لوري ترسره شوی، دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړن پکې وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بریدګر د امریکایي او سوریایي ځواکونو یو ګډ کاروان په نښه کړی و. ټرمپ ویلي، دا پېښه د سوریې په یوې ناامنې سیمه کې شوې چې بشپړ کنټرول پرې نشته.
د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼه کې په خارجي هېوادو کې د روسيې د اتباعو او هېوادوالو د اوضاعو په هکله وروستی راپور خپور شوی دی. د بهرنيو چارو وزارت خپل کار کې تل دې موضوع ته خاصه پاملرنه کوي.
د ياد وزارت لخوا وړاندې شوی راپور په بهرنيو هېوادو کې د روسي اتباعو او هېوادوالو پرخلاف د تبعيض په هکله معلومات وړاندې کوي.
روسيه له خپلو وګړو او هېوادوالو سره دغه ډول سلوک نه زغمي او په شکل د اشکالو به د دې مخنيوی کوي. زموږ هېواد به په راتلونکي کې د دې وضعيت څارنې ته دوام ورکوي، له روسيې څخه د خلکو پر وړاندې تبعيضي کړنې ثبت کوي او له هغو هېوادو څخه چې پکې د روسانو پرضد دا ډول عمل شوی وي تقاضا وکړي چې خپل بینالمللي تعهدات مراعات کړي.
د راپور بشپړ متن په لاندې لينک کې پيدا کولای شئ:
(روسي) https://mid.ru/ru/foreign_policy/doklady/2063001/
(انګليسي) https://mid.ru/ru/foreign_policy/doklady/2063001/?lang=en



































