د هېواد په شمال کې د نفتي توکو او مایع ګازو اتحادیې مسوولینو ویلي، چې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د زیاتولو په موخه د نفتي توکو د پلور بازار او د اتحادیې مرکز له حیرتان بندر څخه مزارشریف ښار ته لېږدول شوی دی. د اتحادیې رییس مومن ضیايي ویلي، چې په مزارشریف کې به د نفتي توکو لپاره ۱۲ پوړیز سوداګریز مرکز د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شي. نوموړي زیاته کړې چې د بازار د لېږد موخه د بیو کنټرول، د احتکار مخنیوی او د سوداګرو او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ده.



































