د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د دغه هېواد د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال پنګ چينګ هوا د ترکمنستان په بلنه د ډسمبر په ۱۲مه او ۱۳مه نېټې عشق آباد ته لاړ او هلته يې په ” د سولې او اعتبار کال نړيوال فورم“ کې ګډون کړی دی. هغه ترکمنستاني لوري ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام سپارلی، د ترکمنستان له پارلماني مشرې او د عمده سياسي ګونډونو له مشرانو سره يې کتنې کړې او د چين او ترکمنستان په يو لړ ملکي فعاليتونو کې يې ښکېل کړی دی.
ترکمنستاني لوري له چيني لوري څخه مننه څرګنده کړې چې رئيس شي جين پينګ د ياد نړيوال فورم په مناسبت د مبارکۍ پيغام او خپل ځانګړی استازی لېږلي او ويلي يې دي، له دې څخه ښکاري چې چين له ترکمنستان سره خپلو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي. ترکمنستان هيله لري چې د چين د باکيفيته پرمختګ له فرصته په استفادې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو همکارۍ لا نورې هم زياتې کړي، د چين په وړانديز څلور نړيوال نوښتونه په ګډه پلي کړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي او نړيواله سوله خوندي کړي.



































