د چين خارجه وزير وانګ يي د ډسمبر په ۱۲مه نېټه په ابوظبي کې د عربي متحده اماراتو له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير الشيخ عبد الله بن زايد آل نهيان سره وکتل.
د چين خارجه وزير وانګ يي د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين هيله لري چې له عربي متحده اماراتو سره هماهنګي پياوړې کړي، د دواړو مشرانو ګډه اجماع پلې کړي، خپلمنځي ستراتيژيک متقابل باور ټينګ کړي، ګټې-ګټې همکارۍ زياتې کړي، دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي او په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيز ستراتيژيک مشارک لا لوړې سويې ته ورسوي.
د عربي متحده اماراتو مرستيال صدراعظم او خارجه وزير الشيخ عبد الله بن زايد آل نهيان د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، هېواد يې د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري، د خپل ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو او د ملي يووالي د تر سره کېدو په پار د چين له ټولو هڅو ملاتړ او د چين په کورنيو چارو کې د نورو له مداخلې سره ټينګ مخالفت کوي.




































