د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي په دې وروستیو کې ویلي، که د تايوان په وضعيت کې ستر بدلون راشي، نو ښايي د جاپان موجودیت ته خطرونه جوړ کړي او په بحران کې راګير شي.
د تايوان په اړه د سانای تاکایچي څرګندونو د چینایانو سخت غبرګون راپارولی او په يو اواز یې غندلې دي.
چینایان ولې د جاپان د “وجودي بحران” په اړه ډېر محتاط دي؟ جاپان په تېرو وختونو کې د “وجودي بحران” په پلمه پر چین مکرر یرغلونه او تيري کړي او د اسیا ډېرو هېوادونو ته يې ژور کړاوونه او سیمه ییزې او نړیوالې سولې ته یې سخت زیانونه رسولي دي.
جاپان د ۱۹۳۱م کال د سپتمبر په ۱۸مې نېټې د خپل ” موجودیت ” په پلمه په ډېرې بې شرمۍ پر شمال ختیځ چین بريد وکړ او تر خپلې ولکې لاندې يې راوست او ورپسې يې د فیلیپین، مالیزیا او اندونیزیا په شمول د جنوب ختیځې اسیا نورې سیمې هم ونیولې او په ویتنام، لاوس او کمبوډیا کې یې ظالمانه پوځي واکمني وکړه.
ځینې احصایيې ښيي، چې د جاپان پوځ هغه مهال په مالیزیا کې له ۱۵۰ زرو څخه ډېر او په فیلیپین کې يې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک ووژل.
سانای تاکایچي مياشت کېږي، چې د جاپان د لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوې ده، خو مخکې له مخکې يې یو لړ خطرناک پلانونه جوړ او ځينې یې راښکاره کړي دي، چې دلته به یې د بېلګو په توګه ځينو ته اشاره ولرو.
سانای تاکایچي پلان لري، چې د جاپان امنیتي پالیسۍ بیا تنظیم او کال په کال يې دفاعي بودیجه زیاته کړي، د وسلو پر صادراتو محدودیتونه کم کړي او د وسلو پرمختګ ته دوام ورکړي او هم د “غیر اټومي ۳ اصول” د پرېښودو هڅې کوي.
د تایوان مسئلې په اړه د هغې د څرګندونو اصلي موخه هم نظامي پراختیا ده.
د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې د سانای تاکایچي له یادو څرګندونو وروسته د هغې د نظرپوښتنې د ملاتړ درجه هم لوړه شوې ده.
که څه هم نظر پوښتنې دومره اړینې نه دي، چې د خلکو ریښتینې نظر منعکس کړي، خو ياده نظرپوښتنه لږ تر لږه د دې ښکارندويي کوي، چې نظامي نظریې لاهم په جاپاني ټولنه کې ستر بازار لري.
نړیواله ټولنه او په تېره بیا اسیایي هېوادونه باید پوه شي، چې د جاپان پر وړاندې د چین اوسني کلک اقدامات یوازې د خپل هېواد د دفاع لپاره نه دي، بلکې چین د اسیا د ګډ امنیت د ساتنې خبره کوي.
برېتانیې په ۱۹۳۹م کال کې د چین د یانګ ځه سیند پرغاړه د خپلو اقتصادي ګټو د ساتنې لپاره له جاپان سره تړون لاسلیک کړی و. په دغه تړون کې په چین کې د جاپان د پوځي اقدام حق په رسمیت پیژندل شوی و، خو د ارام سمندر د جګړې له پیلېدو وروسته، جاپان پر برېتانیې هم هیڅ رحم ونه کړ. برېتانوي بيړیو د مالیزیا په سمندري جګړه کې درانه زیانونه ولیدل، عمده جنګي بیړۍ يې ډوبې شوې او نږدې ټولې بیړۍ يې له منځه ولاړې. بر سېره پر دې، د جاپان پوځ په ۱۹۴۲م کال کې په لزبن مارو بیړۍ کې برېتانوي جنګي بندیان هم ووژل.
تاریخي تجربو ته په کتو، که مونږ نن د سانای تاکایچي پر ناسمو څرګندونو سترګې پټې کړو، نو دا په دې مانا ده، چې مونږ په خپله د اسیا او ارام سمندري سیمه کې د جاپان د نفوذي ساحې د بیا جوړولو او د ملاتړ لپاره زمينه جوړوو او په خپلو لاسونو د سیمې راتلونکي ته بم ږدو.
که نړیواله ټولنه غواړي، چې د سیمې او نړۍ سوله او ثبات وساتي، نو له هغو هېوادونو سره باید ودرېږي، چې عدالت ساتي او جاپان ته باید په څرګندو ټکو خبرداری ورکړي.




































