د چين ميډيا ګروپ له لوري جوړ شوی مستند فلم «ستاسې غږ» د ډسمبر په ۱۳مه د ترکيې په استانبول کې نندارې ته وړاندې شوی، چې د ډېرو نندارچيانو پاملرنه يې راجلب کړې ده.
د دغه فلم د نندارې په مراسمو کې د ترکيې پارلماني غړو، د فلمي او ټلویزيوني اثارو د ملکيت حق لرونکو د اتحاديې رئیس او د فلمي، کلتوري او هنري سکتور شخصيتونو ګډون کړی و او ياد فلم يې ننداره کړی دی.
دغه مستند فلم «ستاسو غږ» کې، چې د چين ميډيا ګروپ د اړوند مرکزي نيوسريل او مستندو فلمونو سټوډيو له لوري شوټينګ شوی، د نړۍ د خورا لوی ښار پر حکومتدالۍ تمرکز شوی او د چين په پلازمېنه بېجینګ کې د شکايتونو اورېدو ” ۱۲۳۴۵ “اړيکې شمېرې له لارې د مسئولينو او عامو خلکو ترمنځ کيسې پکې انعکاس شوي، چې د خلکو ستونزو ته د رسېدګۍ په برخه کې د حکومتي خدماتو د نوښت او د ټولنيز نظم له برکته خلک محوره مفکوره ترې ښکاري.




































