د چين د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په ۱۵مې نېټې د جاپان د دفاعي ځواکونو د پخواني لوی درستیز شیګیرو ایواساکي پر وړاندې ځوابي اقدامات اعلان کړي دي.
د چين بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې شیګیرو ایواساکي د تایوان له بېلتون غوښتونکو سره څرګنده ملګرتیا کوي او دغه کړنه يې د یو چين پېژندنې له اصل او د چین او جاپان ترمنځ د څلورو سیاسي سندونو له روحيې سره په ټکر کې ده.
خبرپاڼه وايي، شیګیرو ایواساکي د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي او د چین ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته یې سخت زیانونه رسولي، نو ځکه چيني لوري پرېکړه کړې، چې د ډسمبر له ۱۵مې نېټې څخه په دغه هېواد کې د نوموړي شتمني کنګل کړي، له نوموړي سره د چين د کورنيو سازمانونو او شخصيتونو هر ډول معامله او همکاري منع کړي او نوموړي ته ويزا او چين ته د تګ اجازه ورنه کړي.




































