د چین د احصائيې ملي ادارې د ډسمبر په ۱۵مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په نومبر مياشت کې په دغه هېواد کې تولید او عرضه عموماً ثابته ساتل شوي، د کارموندنې حالت پکې ثابت او بازاري بيې ښې شوي، د نوي کيفيت توليدي ځواک يې ثابت پرمختګ موندلی او اقتصاد یې د ثبات ترڅنګ د پرمختګ تمايل هم ساتلی دی.
شمېرې ښيي، په همدې میاشت کې د چين په صنعتي توليد او د خدماتو په سکتور کې ثابت زياتوالی راغلی دی او د لويې پيمانې لرونکو صنايعو د زیاتېدو ارزښت یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۴.۸ زياتوالی موندلی، چې د تېر اکتوبر په پرتله ٪ ۰.۴۴ زياتوالی ښيي.
د چين د احصائيې ملي ادارې وياند فو لینګ هوی د ډسمبر په ۱۵مې نېټې د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري ناسته کې ويلي، چې په تېر نومبر کې د دغه هېواد ملي اقتصاد د ثابت پرمختګ تمایل ساتلی، خو پر وړاندې يې د بې ثباتۍ او ناڅرګندتيا عوامل لاهم شته دي، کورنۍ تقاضا یې کافي نه ده او اقتصادي وده يې لاهم له یو شمېر ننګونو سره مخ ده.




































