رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د اسټرالیا د سیډني په «بونډي ساحل» سیمه کې پر یهودانو د ډزو پېښه کې د وژل شويو شمېر ۱۵ او د ټپیانو ۴۰ ته لوړ شوی. د راپور له مخې، پولیسو نن ویلي، دوه تنه مشکوک برید کوونکي پلار او زوی وو. د اسټرالیا امنیتي مسوولینو ویلي، ۵۰ کلن مشکوک برید کوونکي پلار سیمه کې وژل شوی او ۲۴ کلن زوی یې په سخت ټپي حالت کې بستر دی. چارواکو د «بونډي» ساحل دغه پیښه د یهودانو ضد هدفي برید بللی. پیښه کې د دوو پولیسو په ګډون ۴۰ تنه ټپيان شوي هم دي. د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز بونډي ساحل ته تللی او د برید په سیمه کې یې د وژل شویو کسانو په یاد د ګلو ګیډۍ ايښې ده.



































