د نړۍوال بانک په تازه راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان اقتصاد د پرلهپسې دویم کال لپاره د پرمختګ په لور روان دی. د راپور له مخې اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به د هېواد ناخالص کورنی تولید ۴.۳ سلنه وده وکړي، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۵ سلنه وه. نړۍوال بانک ټینګار کړی، چې د انفلاسیون ټیټه کچه، د څه باندې دوه میلیونه افغان کډوالو راستنېدل او د خدماتو او صنعت په برخو کې د فعالیتونو زیاتوالی د دې ودې مهم لاملونه دي. دغه بانک زیاته کړې چې د وچکالۍ سربېره، افغانستان د کرنې په برخه کې د اوبیزو غنمو تر ټولو زیات حاصلات ترلاسه کړي چې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا نښه بلل کېږي. د راپور له مخې، د کانونو او ودانیزو فعالیتونو پراختیا هم د هېواد د اقتصادي ودې کې مهم رول لوبولی دی.



































