د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په تازه څرګندونو کې ویلي، که مسکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې رد کړي، نو اوکراین به له امریکا وغواړي چې پر روسیې نور فشارونه او بندیزونه ولګوي او د اضافي وسلو په ګډون لرې واټن ویشتونکي وسلې کییف ته ورکړي. زیلینسکي پرون خبریالانو ته ویلي، چې کییف د اوربند په ځانګړي توګه د کرسمس په دوره کې د انرژۍ د بنسټیزو تاسیساتو پر ضد د بریدونو د درولو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، چې اوسمهال «د بشپړې سولې طرحه» شتون نهلري او اوسنۍ مسوده تر ارزونې لاندې ده.


































