په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ له معین مولوي عتیقالله عزیزي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د یاد وزارت لوړپوړي پلاوي ته چین ته د رسمي سفر بلنه ورکړل شوې او دغه راز دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي او فرهنګي همکاریو پر پراختیاخبرې کړې دي. د م او د مس عینک تاریخي ساحې د ساتنې، ژغورنې او مستندسازۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر اړتیا یې ټینګار کړی. په کتنه کې ټینګار شوی چې دواړه هېوادونه به د متقابل درناوي، حسن نیت او ګډو ګټو پر بنسټ خپلې اړیکې مخ ته وړي.



































