د راپورونو له مخې په ایران کې د اصفهان-نطنز په لویه لاره د یوه مساپر وړونکي بس د چپه کېدو له کبله ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. ځایي چارواکو ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې بس موټر مخالف لوري ته تر اوښتو وروسته چپه شو. شرق ورځپاڼې د ځایي چاواکو په حواله راپور ورکړی، چې هر کال د ایران په بېلابېلو سیمو کې «شاوخوا ۲۰ زره کسان» د ټرافیکي پېښو له امله مړه کېږي او دا شمېر یې «یوه انساني فاجعه» بللې ده.



































