د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې د ۳۰ میلیونه او ۳۵ زره ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۲ ټنه زعفران له دغه ولایت څخه بهر ته صادر شوي دي. د مسوولینو په خبره د افغانستان زعفران اروپایي هېوادونو، امریکا، ځینو عربي هېوادونو او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي. سرچینې ویلي، زعفران د ځمکنیو بندرونو او د کابل له هوایي ډګرونو صادر شوي دي. د زعفرانو د صادراتو له زیاتېدو سره هم مهاله، په کورنیو بازارونو کې د دې بوټي بیه هم لوړه شوې ده.




































