په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د ادارې وياند هوانګ جينګ ژوي د ډسمبر په ۱۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې پر قضا شک او نيوکه د منلو نه ده او بهرنۍ مداخلې به هرومرو ناکامېږي.
په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت ادارې د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې د هغه قانوني حکم ملاتړ کړی، چې له مخې يې لي جه ينګ د ملي امنيت د زيان په غرض له بهرنيو کړيو سره د لاس يو کولو او د بغاوت د پارولو د خبرپاڼو د خپرولو په تورونو محکوم شوی دی.
د دې ادارې وياند هوانګ جينګ ژوي د برېتانيې، اسټراليا، امريکې، جرمني او اروپايي ټولنې د يو شمېر سياستوالو د هغو کړنو غندنه کړې، چې د ياد حکم په اړه يې بې ځايه خبرې کړي او د هانکانګ پر عدلي بهیر يې بې بنسټه نيوکې کړې دي.
د نوموړې ادارې وياند هوانګ جينګ ژوي ويلي، چې لي جه ينګ د دولت پر خلاف د اغتشاش عمده طرحه کوونکی او ګډونوال او د چين پر خلاف د بهرنيو کړيو استازیتوب کړی او خبرو او کړنو يې ملي امنيت ته زيانونه رسولي دي.د هانکانګ عدلي ارګان د قوانينو له مخې دندې عملي کړي او د قانون صلاحيت او ملي امنيت يې ساتلي او دغه چارې یې قانوني او مناسبې او ورباندې شکونه او نيوکې د منلو نه دي.



































