د چین د معلولينو د دولسمې دورې سپورټي لوبې یا د المپیک د نهمې دورې ځانګړې لوبې د ډسمبر په ۱۵مې نېټې د دغه هېواد په شن جن ښار کې پای ته ورسېدې.
دغه لوبې په لومړي ځل د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو په ګډ کوربتوب ترسره شوې.
په يادو لوبو کې ۴۶ ډوله لوبې شاملې وې، چې د چين د ۳۴ پلاويو ۷۸۲۴ لوبغاړو پکې ګډون کړی و او د پلاويو او لوبغاړو شمېرو يې تاريخي ريکارډونه جوړ کړي دي.
چيني لوبغاړو په یادو لوبو کې ۱۵۶ ملي او ۱۵ نړیوال ريکارډونه جوړ کړي دي.
په يادو لوبو کې د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبيق په ترڅ کې د دغه هېواد د معلولينو د سپورټي چارو پرمختګ او لاسته راوړنې ښودل شوې دي.




































