په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د ډسمبر په ۱۵مې نېټې د امنيت شورا په يوې «د سولې لپاره د رهبرۍ څرګندونه» علنۍ غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د دويمې نړيوالې جګړې د بري پايلې دې وساتي او سم تاريخي واقعيات دې خپاره کړي او له يادې جګړې وروسته رامنځته شوی نړيوال نظم دې خوندي وساتي.
فو څونګ ویلي، نړيواله ټولنه دې په پېچلو نړيوالو حالاتو کې د چين څلور فقره ييز وړانديز عملي کړي:
۱. نړيواله ټولنه دې پر عدالت او انصاف ټينګار ولري او د دايمي سولې لپاره دې ټينګ بنسټ برابر کړي.
۲. نړيواله ټولنه دې د مسئلو پر سياسي حل لارو ټينګار وکړي او سولې ته د رسېدو اغېزمنې لارې دې جوړې کړي.
۳. نړيواله ټولنه دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او د جګړو او شخړو اصلي لاملونه دې له منځه يوسي.
۴. د نړۍ ټول هېوادونه دې پر څو اړخيزم ټينګار ولري او د سولې لپاره دې ګډې هڅې وکړي.




































