د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۱۴مې نېټې اردن ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی دی.
وانګ يي په اردن کې د دغه هېواد له مرستيال لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير ايمن الصفدي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږېدلي دي.
دواړو خواوو د اقتصاد او سوداګرۍ، بنسټيزو تاسیساتو، انرژۍ، دفاع، ټرانسپورټ او عدليې په شمول د دوديزو همکاریو د ژورولو په اړه خبرې کړي او د ساينسي نوښت، مخابراتي ټکنالوژۍ، ډيجېټل اقتصاد، مصنوعي ځيرکتيا او زرغونو انرژيو په څېر نويو برخو کې یې د همکاريو فرصتونه څېړلي دي.
دواړو خواوو د کلتور، سيلانۍ، رسنيو، روزنې، د زده کوونکو د تبادلې او فکري مرکزونو په ګډون په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو او تبادلو د پراخولو په اړه هم بحث کړی او د سيمهييز وضعيت او د غزې او د اردن سیند د لوېديځې غاړې د حالاتو په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.
ايمن الصفدي د فلسطين د مسئلې د حل لپاره د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د نوښتونو او وړانديزونو لوړه ستاينه او د فلسطين لپاره د نوې مرستې د اعلان مننه کړې ده.




































