د ډسمبر په ۱۵مې نېټې د ۲۰۲۶م کال لپاره د چين د انرژۍ کاري غونډې کې خبر ورکړل شوی، چې په ۲۰۲۵م کال کې به د دغه هېواد د ټولنې د برقي لګښت کلنې اندازه له ۱۰ ټريليونو کيلوواټو ساعت (kWh) څخه زياته وي او نوی ريکارډ به جوړ کړي.
دغه اندازه په ۲۰۱۵م کال کې د چين د ټولنې د برقي لګښت له نږدې دوو ځلو سره او په تېر ۲۰۲۴م کال کې د اروپايي ټولنې، روسيې، هند او جاپان د برقي لګښتونو له عمومي اندازې سره برابره ده.
د چين د برقي تصديو ټولنې د شمېر او ډيجيټلي چارو مرستيال مشر جيانګ ده بين دغه حجم په نړۍ کې بې ساری او د چين د اقتصاد او انرژۍ د پرمختګ په بهير کې مهم پړاو بللی دی.




































