د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې د تنکيو ځوانانو د افکارو او اخلاقو د روزنيزو چارو لارښوونه کړې ده. شي جين پينګ په اشارې ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټه د تنکيو ځوانانو د افکارو او اخلاقو روزنيزو چارو ته په درنه سترګه ګوري او له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې يې ډېر اقدامات ترسره کړي او په مختلفو اړوندو چارو کې نوې لاسته راوړنې لري.
نوموړي د تنکيو ځوانانو د افکارو او اخلاقو روزنه یوه ستراتيژيکه او بنسټيزه دنده بللې او ويلي يې دي، چې په دې چارو کې بايد د نوې زمانې لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم پر افکارو ټينګار وشي او د ښوونځيو، کورنيو او ټولنې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ ميکانيزم باید لا بشپړ شي، څو تنکي ځوانان لرې او ستر ارمانونه پوره کړي، د سوسياليزم اصلي ارزښتونه عملي او ښه اخلاق او دودونه خواره کړي او د سوسياليزم په ابادۍ کې د ګډون لپاره هراړخيز چمتوالی ونیسي.
د تنکيو ځوانانو د افکارو او اخلاقو د روزنيزو چارو ناسته د ډسمبر په ۱۵مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د شي جين پينګ د لارښوونې په رڼا کې ترسره شوه.




































