مکسیکو کې یوه کوچنۍ الوتکه د بېړنۍ ناستې پرمهال را لوېدلې، چې له امله یې اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د راپور له مخې، دغه پېښه پرون د یاد هېواد د پلازمېنې مکسیکو سیټي په لویدیځ سن ماتیو اتنکو صنعتي سیمه کې رامنځته شوې ده. ځایي چارواکي وایي، د یادې پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي.



































