د لغمان ولایت مقام ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د زیارت کلي په ساحه کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې دي. د ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، دا پُل به ۱۰۰ متره اوږد او نهه متره سور ولري چې د پراختیايي بودجې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي. د مسوولینو په وینا، د دغه پُل په جوړېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.



































