د اوکراین د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې متحدینو سږ کال د اوکراین د وسلو له تولید سره نږدې ۵ میلیارډ ډالره مرسته کړې ده. د اوکراین دفاع وزیر دېنیس شمېهال دغه څرګندونې پرون سې شنبې د اوکراین د دفاعي اړیکو د تماس ډلې سره له انلاین غونډې وروسته کړې دي. د اوکراین د دفاع وزیر وویل چې جرمني پلان لري راتلونکی کال یولس نیم میلیارده یورو پوځي مرسته برابره کړي، په داسې حال کې چې برېتانیا سږ کال د اوکراین د هوايي مدافعې لپاره له بېلابېلو سرچینو ۶۰۰ میلیونه پونډه راټول کړي دي.



































