نړيوال اقتصاد له پېچلو ننګونو سره مخ دی او د اقليمي بدلون اغېزې ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي. چين د دغه وضعيت پر وړاندې د زرغونتوب په لوري د هراړخيزو اصلاحاتو پر لارې سيسټماټيک او ټينګ ګامونه پورته کړي دي.
د چين د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اقتصادي چارو سږنۍ کاري غونډه څو ورځې مخکې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د چين د راتلونکي اقتصادي پرمختګ يو مهم اصل ټاکل شوی، چې له مخې به یې دغه هېواد د کاربن ايستنې د دوو موخو «له ۲۰۳۰م کال مخکې د کاربن ایستنې اندازه اوج ته رسول او له ۲۰۶۰م کال مخکې د کاربن حنثی کول» تر لارښوونې لاندې د زرغونتيا هراړخيز اصلاحات ترسره کړي.
دغه اصل د دې څرګندويي کوي، چې د زرغون پرمختګ افکار د چين د پرمختګ په عمومي او لوړې طرحې کې شامل شوي دي.
د زرغونو اصلاحاتو لپاره د چين اقداماتو نه يوازې په کور دننه د اقتصادي جوړښت د سمون لپاره مرسته کړې، بلکې له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مبارزې او د پرمختيايي هېوادونو د اصلاحاتو او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره يې هم مهم مثبت ځواک برابر کړی دی.
له تېرو څو کلونو راهيسې د چين د املاکو بازار له چټکې پراختيا څخه د منطقي سمون پړاو ته داخل شوی، چې دا د ملي اقتصاد د باکيفيته پرمختګ اړين بهير ښيي.
د چين حکومت پر لنډمهالو پاروونکو تګلارو تکيه نه ده کړې، بلکې دغه وضعيت يې د اصلاحاتو ښه فرصت بللی او د زرغونتوب او ټيټ کاربون ايستنې برخې ته يې سرچينې راټولې کړي، څو اوږد مهاله پرمختګ او دواملرونکی پرمختګ ومومي.
چين د مالي کسر د معتدل لوړوالي، د اوږدمهالو دولتي پورونو د زياتوالي او په لويې پيمانې د سامانونو او ماشينونو د نوي کېدو له لارې د زرغونتوب پانګونې او مصرفي اړتياوې پارولې دي. د زرغونتوب په برخه د کورنيو اړتياوو د زياتولو له لارې د پرمختګ د تحريک ماډل د دغه هېواد باکيفيته اقتصادي پرمختګ ته نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی.
چين په نړۍ کې د بيا کارېدونکو انرژيو لومړی لوی بازار دی.
د بادي او لمريزې انرژۍ له لارې د برېښنا توليد او د انرژيو د زېرمې په برخو کې د چين د نوښتونو او د لويې پيمانې د استفادې له امله په نړۍ کې د زرغونو تخنيکونو بيې ډېرې ټيټې شوې دي.
د لمريزې انرژۍ د شيشه يي تختو او د بادي انرژۍ د برېښنا د توليدي سامانونو په شمول د چين توليدات نړيوالو بازارونو ته ننوتلي او د انرژيو د جوړښت په اصلاحاتو کې يې د پرمختيايي هېوادونو لپاره د منلو وړ پلانونه برابر کړي دي.
د يادولو ده، چې د چين او د منځني ختيځ د هېوادونو ترمنځ د نويو انرژيو همکارۍ هم د ژورېدو په حال کې دي.
چيني تصديو په دې وروستيو کلونو کې د ايران د اړوندو نندارتونونو له لارې له ځايي تصديو سره د لمريزې انرژۍ د برېښناکوټونو د ابادۍ همکاريز تړونونونه لاسليک کړي دي. که دغه پروژې بشپړې شي، نو په ايران کې به برېښنايي کمبود ډېر کم شي.
په سعودي عربستان کې له عامه برېښنايي شبکې پرته د انرژۍ د زیرمې تر ټولو لويه پروژه روانه ده، چې پکې د چين د بېټرۍ ټېکنالوژۍ هم کارول کېږي او د بيا کارېدونکو انرژيو ونډه يې پکې ۳۰ سلنې ته رسېدلې ده.
د اقتصادي پرمختګ او چاپېريال ساتنې ترمنځ انتخاب د پرمختيايي هېوادونو يوه ګډه مسئله ده. چين د پرمختګ او د ټيت کاربون ايستنې ترمنځ د برابرۍ حل لاره موندلې او پر دغې مفکورې « پاکې اوبه او زرغون غرونه شتمني ده» ټينګار لري او د ايکولوژيکي توليداتو د ارزښتونو د بشپړولو ميکانيزم او د زرغونو پولي چارو سيسټم يې جوړ کړی دی.
د چين د نينګ شيا د هوي قوم کورواکې سيمې په صحرا کې د لمريزې انرژۍ تر شيشه يي تختو لاندې د کچالو په شمول ډېر حاصلات روزل کېږي. دغه ماډل د منځني ختيځ ډېرو هېوادونو ته خپور شوی دی.
چيني تصدۍ اوس د مصر په صحرايي سيمې کې د لمريزې انرژۍ او کرنې د پيوستون پروژه پرمخبیایي، چې د اوبو لګولو ځيرک سيسټم یې د عنعنوي کرنيزو پروژو په پرتله ۶۰٪ اوبه سپماولی شي. د برېښنايي تختو سيوري د کرنيزو حاصلاتو لپاره ډېر مناسب چاپېريال برابرولی شي.
د زرغونتوب په برخه کې د چين د اصلاحاتو تجربې د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ لپاره داسې امکانات برابروي، چې د ټېکنالوژيکو نوښتونو او زرغونو پانګونو پر مټ د اقتصاد او ايکولوژۍ د ګډ پرمختګ برابره لار رامځته شي.




































