د چين دولتي رسنۍ سي اېم جي د ډسمبر په ۱۶مې نېټې د عربي هېوادونو د خپرونو اتحاديې د ۴۵م کنفرانس په څنډه کې د چين د ۲۰۲۶م کرنيز کال په وياړ د هنري نندارې لوګو د دې کنفرانس ګډونوالو ته وروپېژنده، چې د عربي هېوادونو د لويو راډيوګانو او تلويزيونونو، رسنيزو سازمانونو او استازو پاملرنه یې راجلب کړې ده.
۲۰۲۶م کال د چين د کرنيزې جنترۍ له اس کال سره برابر دی او د دې کرنيز کال په ویاړ د د سي اېم جي د هنري نندارې لوګو د چيني دوديزو تصويرونو له لارې د څلورو منډه کوونکو اسونو په بڼه ډيزاين شوی دی.
د تونيس د ملي تلويزیون مشر د دې لوګو له کتلو وروسته ويلي، چې عربي ملت د چيني ملت په څېر اسونه خوښوي او د چين د کرنیز اس کال په وياړ هنري ننداره د عربي کتونکو لپاره يوه غوره کړکۍ ده، چې له لارې به يې په چيني کلتور ښه پوه شي.




































