د چين د بازار د څارنې ملي ادارې د ډسمبر په ۱۶مې نېټې خبر ورکړی، چې په روان ۲۰۲۵م کال کې د دغه هېواد په مشرۍ ۲۷۵ نړيوال معيارونه ټاکل شوي او ۴۵۹ اړوندې نوې وړانديزنامې وړاندې شوې دي.
د روان کال په څلورمه ربعه کې د چين په مشرۍ د 5G، سیمیکمډکټرونو، نوې انرژۍ او فضايي چارو په برخو کې ۳۸ نړیوال معیارونه خپاره شوي او د کوانټم ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتيا په شمول د عصري برخو لپاره ۶۰ نوي وړاندیزنامې وړاندې شوې دي.




































