افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د اګسټ پر ۳۱مه په کونړ او ننګرهار کې شوې زلزلې له دوه زرو زیات کسان مړه کړل او نږدې نیم میلیون وګړي یې اغېزمن کړل. اوچا ویلي، که څه هم مرستندویه بنسټونو تر اوسه ۳۲۴ زره کسانو ته مرسته رسولې خو د بودجې کمښت د مرستو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. د ژمي له را رسېدو سره لا هم زرګونه کورنۍ بېسرپناه دي او سرپناه، تودوخې او ژمنیو توکو ته بېړنۍ اړتیا لري.



































