د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د هرات په ۵ ولسوالیو کې یې د اوبو څه باندې ۴۴۹ بمبې بیارغولې دي. یادېکمېټې زیاته کړې، چې په دې سره څه باندې ۷۰ زرو کسانو د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی. دا پروژه چې د سره صلیب له خوا د روزل شويو سیمهییزو تخنیکي کسانو په مشرۍ مخته وړل کېږي، د ټولنو له روغتیا، معیشت او انعطاف څخه ملاتړ کوي. دیادولو وړ ده، چې دوه ورځې مخکې هم د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی و چې د کندهار ښار د اوبو رسولو شرکت ته یې د اوبو د مصرف سنجولو (واټر میټر) درې زره دستګاوې ورکړې دي.



































