په کابل کې د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور استازو د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي. دغه تړونونه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف په ګډون ترسره شو. عزیزي د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د تجارتي فرصتونو د پراختیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي. په پای کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو ترمنځ د ۱۵۶ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت تجارتي تړونونه لاسلیک شوي دي.




































