د ایران د سویلي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې ایران د روان کال له پیله تر تلې میاشتې پورې افغانستان ته شاوخوا ۳.۵ مېلیون ټنه توکي صادر کړي دي. د نوموړي په خبره د دې توکو ارزښت نږدې ۱.۱ مېلیارد ډالرو ته رسېږي. هاشمي زیاته کړې، چې په یاد شمېر کې تر ۱.۵ مېلیون ټنو زیات توکي یوازې د ماهیرود سرحدي بندر له لارې افغانستان ته صادر شوي چې مالي ارزښت یې شاوخوا ۳۸۰ مېلیون ډالرو ته رسېږي. هاشمي وایي د صادر شویو توکو په ډله کې چرګان، هګۍ، ودانیز توکي او غلې دانې شاملې دي.




































