د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د هرات ولایت په اسلام کلا سرحدي ګمرک کې څلور هنګرونه جوړ شوي دي. د مالوماتو له مخې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري یاد هنګرونه د ۷۸.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي. سرچینې زیاته کړې، چې دغه هنګرونه په معیاري ډول جوړ شوي او هر یو یې په یوه وخت کې د شاوخوا اته زره مټریک ټنه توکو د ځایولو وړتیا لري. د یادو هنګرونو په ګټې اخیستې سره چې د مالیې وزارت له پراختیايي بودجې څخه جوړ شوي دي؛ د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.




































