د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې له راستنېدونکو، بېځایه شویو او کډوالو خپل ملاتړ بیا تکراروي. اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او نورو شریکانو سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو، کارموندنې، زدهکړې او ساتنې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي او انساني کرامت یې د خپلو هڅو محور ګرځولی دی.



































