د کابل–کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان دي. د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي، چې یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو سراچه ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو او په پایله کې یې یو تن مړ او د یوې ښځې په ګډون ۳ نور ټپیان شوي دي. ټپيان د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو په همکارۍ د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.



































