په جاپان کې د «منځنۍ اسیا ـ جاپان» غونډې په ترڅ کې د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د سیمهییزو همکاریو په برخه کې د افغانستان د رول پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان لا هم د سیمهییزو تعاملاتو یوه کلیدي برخه ده. نوموړي ویلي، چې افغانستان کې ثبات او اسلامي امارت سره ماناداره تعامل د دې هېواد او ټولې سیمې د پرمختګ فرصتونه رامنځته کوي. په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان او د جاپان استازو ګډون کړی. د دې غونډې اصلي موخه د دوه اړخیزو همکاریو پراخول او پر سیمهییزو موضوعاتو بحث ښوول شوی.



































