د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني زابل ولایت ته د سفر پرمهال د دې ولایت له چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو کتلي دي. حقاني ویلي، چې په هېواد کې سرتاسري امن او یووالی حاکم دی او د هېواد ساتنه د هر افغان ګډ مسوولیت دی. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له لوري د ولس هوساینې ته ژوره پاملرنه روانه ده. په دې لیدنه کې قومي مشرانو او دیني عالمانو هم د ولس ستونزې او وړاندیزونه د کورنیو چارو له وزیر سره شریک کړي دي.



































