د سوېلي افریقا جوهانسبرګ ښار ته نږدې په یوه شرابخونه کې د وسلهوال برید له امله نهه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه برید پرون شپه د ښار په یوه ښارګوټي کې شوی او بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي. پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو د بریدګرو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.



































