د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال لپاره د کډوالۍ پر ضد د لا سختو اقداماتو لپاره تیاری نیسي. راپورونه وایي، چې په دغه پلان کې د میلیاردونو ډالرو نوې بودجې، پراخې چاپې او د ناقانونه کډوالو د نیولو او ایستلو د ظرفیت چټک پراخوالی شامل دي. دا اقدامات په داسې حال کې پلانېږي چې د راتلونکي کال له منځمهالو ټاکنو تر مخه سیاسي مخالفتونه او ولسي اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي. سرچینو ویلي، چې د ټرمپ ادارې له وړاندې د کډوالۍ فدرالي ځواکونه لویو ښارونو ته لېږلي؛ هلته یې د مېشتو سیمو پلټنې کړې او له اوسېدونکو سره یې نښتې هم شوې دي.



































