د لغمان ولایت د مهترلام ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال په درېیو ربعو کې یې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره دغه عواید یې د ښاروالۍ له بازارونو، غرفو، ښاري خدمتونو، دروازو او جوازونو له درکه راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي او تمه ده چې د کال ترپایه د عوایدو کچه له ټاکلي هدف څخه هم واوړي. سرچینې زیاته کړې، چې یاد عواید د تېرکال په پرتله ۷ میلیونه افغانۍ زیات شوي, چې دا د ښاري نظم، حساب ورکونې او شفافیت ښکارندوی دی.




































