پوهنې وزارت ویلي چې په ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې د کابل تر څنګ د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د ۲.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د ۲۳۸ ښوونځیو او مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي، چې ډېری یې بشپړې شوې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، همداراز په روان کال کې د څه باندې ۱.۲۷ میلیارده افغانیو په لګښت په یو شمېر ولایتونو کې د ۹۷۰ ښوونځیو ودانۍ ترمیم شوې دي. د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې ۱۳۶۸ نوې ښوونیزې ودانۍ جوړې او ۳۹۷۰ نورې ودانۍ ترمیم شوې دي.



































