د غزې رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې اسرائیلي پوځ په اوکتوبر میاشت کې له شوي اوربند او تړونه سیستماتیکو او جدي سرغړونو ته دوام ورکړی دی. په لیکلي، بیان کې ویل شوي، چې اسرائیلو په دې موده کې ۲۶۵ ځلې پر ملکیانو مخامخ ډزې کړې، ۴۶ ځلې یې پوځي وسایط استوګنیزو سیمو ته ننوتلي، ۴۲۱ ځلې یې پر بې وسلو ملکیانو او کورونو بمباري کړې او ۱۵۰ ځلې یې ملکي کورونه، موسسې او ودانۍ په نښه کړې دي. په بیان کې راغلي چې د دغو سیستماتیکو سرغړونو په پایله کې ۴۱۱ ملکیان شهیدان شوي او ۱۱۱۲ نور ټپيان شوي دي.



































