په قطرکې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په دوحه کې افغان سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د پولنډ له ځانګړي استازي ویتولد سوبکو سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراخېدو، په پولنډ کې مېشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ خدماتو، د افغانستان روان وضعیت، بشري مرستو، او د متقابل تفاهم پر اړینو لارو چارو خبرې اترې شوې دي. د سفارت د مالوماتو له مخې، دواړو لوریو ټینګار کړی چې باید د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه والي لپاره نړیوال تعامل او مرستې دوام ومومي.



































