د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر وسلهوال برید شوی، چې له امله یې پنځه پولیس وژل شوي دي. د راپورونو له مخې؛ برید د کرک ولسوالۍ ګورګورې سیمه کې پر هغو پولیسو شوی، چې د تېلو او ګازو شرکت د ساتنې پر دندې بوخت وو. د راپور له مخې تر پېښې وروسته د پولیسو موټر هم وسوځېدلی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پېښې پخلی کړی او یلي یې دي، چې په کرک ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي. تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت نهدی منلی.



































