د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پرلهپسې وچکالیو له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دې طبیعي ناورین پر وړاندې مبارزه د نړۍوالو مرستو پرته ممکنه نه ده. د یاد وزارت ویاند ویلي، وچکالۍ د کروندګرو پر حاصلاتو ناوړه اغېز کړی او د ورښت کموالی او د معیاري تخمونو او سرو نشتوالی د کرنې لپاره جدي ستونزې دي. په همدې حال کې، کروندګرو د اصلاحشوو تخمونو او سرو د وېش غوښتنه کوي.



































