د امریکا په تګزاس ایالت کې د یوې مکسیکویي الوتکې د لوېدو له امله د یو ماشوم په ګډون شپږ تنه مړه شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغې الوتکې یوه دوه کلن ماشوم چې سخت سوځېدلی و، د درملنې لپاره امریکا ته لېږداوه. په راپور کې راغلي، چې په یاده الوتکه کې ۸ تنه سپاره و، چې له ډلې یې دوه تنه ژغورل شوي دي.



































