له هرات څخه تاجکستان ته د لومړي ځل لپاره د اهک، ګچ او سمنټو فابریکو اړوند صنعتي ماشینونه او تجهیزات صادر شول. د مسوولینو په خبره په دې صادراتي محموله کې د فابریکو لپاره اړین پرمختللي تجهیزات شامل دي، چې پکې د لوګي د تصفیې بشپړ پکیج، پېش ګرم کوره، د موادو د پورته کولو سیسټم نوارنقاله، سنګ کش، د سړولو بشپړ پکېج او د خامو موادو د ساتنې سیلوګانې شاملې دي، چې د پرزو په بڼه تاجکستان ته لېږل شوي دي. د دې صادراتو ټولیز ارزښت یو میلیون ۲۰۰ زره امریکایي ډالره ښودل شوی، چې په لومړي پړاو کې د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت محموله تاجکستان ته صادره شوه.



































