په ایران کې د افغانستان سفارت سرپرست سفیر فضل محمد حقاني د ایران د چابهار ازادې سیمې د بورډ له مشر او اجراییوي رییس دوکتور محمد سعید اربابي سره کتلي دي. تهران کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی او د چابهار د ازادې سیمې له ظرفیتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې، د صادراتو د اسانتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي، د ترانزیټ د پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې شوې دي.



































