د ترکیې د کډوالۍ ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱۵۲ زرو څخه زیات پناهغوښتونکي نیول شوي، چې له ډلې یې ۴۲ زره او ۲۰۲ تنه افغانان دي. د راپور لهمخې، په نیول شویو پناهغوښتونکو کې د افغان وګړو شمېر تر ټولو زیات دی. ورپسې د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع دي. دغه شمېرې د هغو پناهغوښتونکو په اړه دي، چې په ترکیه کې یې د قانوني استوګنې اسناد نه درلودل او دا احصاییه د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د ډسمبر تر ۱۸مې پورې خپره شوې ده. د کډوالۍ ادارې مالومات ښيي، چې په روان کال کې د نیول شویو پناهغوښتونکو شمېر د تېر کال په پرتله کم دی؛ په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۲۵ زرو څخه زیات پناهغوښتونکي نیول شوي وو.



































