د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د المونیم قطیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډېره کېښوده. دغه کارخونه چې د رییس الوزرا د قتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې یې چارې پرانیستل شوې، د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په لګښت جوړیږي او ټاکل شوې چې د یو کال په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کارخونې استازی خلیلاحمد شهیدزاده وایي، د دې کارخونې د تولید ظرفیت به لوړ وي او و به کولی شي چې د هېواد د اړتیا وړ المونیمي قوطي تولید کړي. نوموړی وايي په دغه کارخونه کې به۱۷۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. المونیمي قوطي په خوراکي او څښاکي صنایعو لکه مشروباتو، انرژيو او د مېوو په جوسونو کې په پراخ ډول کارول کیږي. تر اوسه د کورني صنعت د اړتیا وړ المونیمي قوطي له بېلابېلو هېوادونو را واردېږي.



































