د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کلونو په لومړیو پنځو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ بیلانس ۶ اعشاریه ۲۲۱ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دا شمېر د تېر کال په همدې موده کې ۴ اعشاریه ۴۶۵ میلیارد ډالر و. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د سوداګرۍ په منفي بیلانس کې دا زیاتوالی له افغانستان سره د سوداګرۍ په ګډون له نهو ګاونډیو هېوادونو سره د صادراتو د کمېدو له امله رامنځته شوی دی. راپور زیاتوي چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګریزې لارې د روان میلادي کال د اکتوبر له لسمې راهیسې تړل شوې دي او په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول سوداګریزه راکړه ورکړه نه ده شوې.



































