د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سبا د یکشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په فلوریډا کې ګوري. زلنسکي ویلي، چې په دغه کتنه کې به له روسیې سره د جګړې پایته رسولو بهیر کې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړې چې ښایي تر نوي کال وړاندې پر ډېری مسایلو پرېکړې وشي. د اوکراین د ولسمشر په خبره، ټرمپ سره به یې د خبرو له مهمو مسایلو د دغه هېواد د ډنباس سیمه او زاپوروژیا اټومي بټۍ وي.



































